کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر پاکستانۍ رسنیو ویلی، چې د IMF یو پلاوی د پاکستان د اقتصادی وضعیت د څېړنې او د دې هېواد خزانې وزارت ته د نورو پورونو د ورکړې په اړه سفر کوی.
نیو نیوز پاکستانۍ خبری شبکې ویلی، چې د IMF یاد پلاوی به سبا د پاکستان د خزانې وزارت له چارواکو سره د دوهمې ورځې مذاکرات پیل کړی، چې ټاکل شوې دغه خبرې د مارچ تر ۱۸ مې دوام ولری.
یادې رسنۍ زیاته کړې، که د پاکستانی چارواکو له لوری د IMF له پلاوی سره دغه خبرې بریالۍ شی، نو پاکستان به په لومړی قسط کې د پیسو له نړیوال صندوق څخه نور ۱ میلیارد او ۱۰ میلیونه ډالره پور ترلاسه کړی.
د پاکستان مرکزی بانک د تېرې جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلی وو، چې اوس مهال په پاکستان د نړیوالو پورونه ۶۵ زره میلیارده پاکستانیو کالدارو ته رسیږی، چې نږدې ۲۳۳ میلیارده ډالره کیږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ