کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلی، د روان کال له پیله تر دې دمه د بېلابېلو طبیعی پېښو له امله ۱۱ سوه ۳۹ تنو افغانانو ژوند بایللی او ۹۴۱ تنه نور ټپیان شوی دی.
د دې وزارت ویاند له ملی ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلی، چې دوی د یوه کال په ترڅ کې د طبیعی پېښو زیانمنو لپاره د مرستو ترلاسه کولو په موخه له ملی او نړیوالو بنسټونو سره ۲۱۷ هوکړه لیکونه لاسلیک کړی دی.
نوموړی همدارنګه زیاته کړې، چې دوی د تېر یوه کال په لړ کې له جګړو څخه پاتې ۱۷۲ سیمې د ماینونو له شتون څخه هم پاکې کړې دی
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ