هلمند کی د اوبو مهارولو په موخه د یو شمېر بندونو د رغونې سروې ترسره شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۴   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هلمند ولایت شمالی ولسوالیو  کی د اوبو مدیریت او مهارولو په موخه د کجکی، سنګین او زمینداور د عمومی او فرعی سربندونو د رغولو په موخه لومړنۍ سروې شوې ده.

د خبر پر بنسټ، د یادو شویو بندونو د رغونې په موخه سروې د ولایت مقام، علماوو مشورتی شورا، کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست، کرنی ریاست او لښکرګاه ښاروالۍ د مسلکی انجنیرانو له لوری د سنګین ولسوالۍ د میانکو مانده، د کجکی ولسوالۍ د کنګیانو مانده او د زمینداور د شیرې مانده څخه له نږدې لیدنې شوی او له یادو شویو سیمو څخه د بندونو رغولو لپاره مهم معلومات راټول شوی چې د وروستیو اجراتو په موخه به مسوولینو سره شریک شی.

د یادونی وړ ده چې د دغه بندونو په رغولو سره به د بارانی او سیلابی اوبو د مهارولو ترڅنګ  په راتلونکی کې د شمالی ولسوالیو د وچکالۍ په کمولو کې د پام وړ کمښت راشی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.