د یوناما ماموریت په افغانستان کې د یوه بل کال لپاره تمدید شو

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۶   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په بېګانۍ غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د فعالیت دوره د یوه بل کال لپاره تمدید کړه.

د جاپان استازی یامازاکی کازویوکی چې هېواد یې د امنیت شورا دوره یی مشری کوی، د غونډې په پیل کې د پرېکړه لیک مسوده د رایو لپاره وړاندې کړه چې د رایو په غوڅ اکثریت تصویب شوه.

وروسته یامازاکی په افغانستان کې د بشری حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

نوموړی د یوناما د ماموریت تمدید په اوسنی وخت کې یوه مهمه اړتیا وبلله.

په افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۲۸مه رسماً پیل شو، خو فعالیت یې هر کال د امنیت شورا د غړو د رایو په اساس تمدیدیږی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.