فراه کې د درملنې لپاره د معتادینو د راټولولو لړۍ پیل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۶   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په فراه ولایت کې د معتادینو راټولولو لومړی پړاو پیل شو، چې تر دې مهاله ۸۵ معتادین د معتادینو د ساتنې او پالنې مرکز ته وړل شوی دی.

د خبر پر بنسټ، د فراه ولایت امنیې قوماندانۍ ویلی، په دې بهیر کې به له فراه ښار او ټولو ولسوالیو څخه معتادین راټول او د معتادینو د ساتنې او پالنې مرکز ته به یووړل شی.

تر کابل او هرات وروسته فراه د افغانستان درېیم ولایت دی، چې ډېر معتادین په‌کې اوسیږی.

د راپور له مخې په دې ولایتونو کې زرګونه هغه معتادین هم شته، چې له ایران څخه راشړل شوی دی.

د مسوولینو په وینا دوی کې ځینې معتادین خپلو اصلی ولایتونو ته نه دی تللی او همدلته پاته دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.