کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۱ تنه مړه شوي دي.
د ځایي مسوولینو په وینا دغه پېښه کې ۱۱ تنه نور ژوبل شوي هم دي.
یاده پېښه د ټانکر، موټرسایکل او ۵۸۰ ډوله بس ترمنځ د ټکر له امله شوې، چې له ټکر وروسته ۵۸۰ بس اور اخیستی دی.
د مسوولینو په وینا د دغې پېښې ټپيان د درملنې په موخه د ګرشک او لښکرګاه ایمیرجنسي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/