د کب ۲۷مه چې د زېږدیز کال د مارچ د میاشتې له ۱۷ مې نېټې سره سمون خوری له تېرو څو کلونو را پدېخواه د خبریالانو د ملی ورځې په نامه په افغانستان کې لمانځل کېږی او خبریالان او ژورنالیستان پدې ورځ له یو بل سره د لاښې همغږۍ او یو والی د رامنځ ته کولو لپاره هلې ځلې کوی.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه د خبریالانو د ملی ورځې په مناسبت ټولو افغان ژورنالیستانو ته د زړه له کومی مبارکی وایی او د بیان د آزادی، ملی او سوله ییز جوړجاړی او بالآخره له هېواد او ولس سر د مینې په جذبه صادقانه خبریالی د افغانستان د نن ورځې د کړاوونو حل لاره ګڼی.
د ګهیځ ټولنې اداره پدې باور ده چې د هر بل افغان په توګه، افغان خبریال هم د دې خاورې بچی او د دې هېواد د سمسورتیا او آبادولو لپاره، په سنګر کې د پراته یوه مبارز حیثیت لری.
یو ځل بیا دې د خبریال ملی ورځ ټولو رښتینو او صادقو خبریالانو ته مبارکه وی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ