د نوی تعلیمی کال په نږدې کېدو سره حامد کرزی د نجونو پرمخ د زده‌ کړو د بیا پیل غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۸   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی د نوی تعلیمی کال په رارسېدو سره یو ځل بیا له سرپرست حکومته غوښتی، چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزی.

د ښاغلی کرزی پر ټویټر پاڼې لیکل شوی، چې د علم زده کړه د هرې انسانی ټولنې د بقا، پرمختګ او له احتیاجه د خلاصون لار ده.

د نوموړی په خبره د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستو سره به هېواد د پردیو له احتیاجه آزاد او له سیالانو سره به سیال شی.

دوه ورځې وروسته د ۱۴۰۳ هـ لمریز کال په پیلېدو سره هېواد کې نوی ښوونیز کال پیلیږی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.