چین ویلی، د افغانستان له سیاسی او اقتصادی پراختیا ملاتړ کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۸   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کابل کې د چین سفیر جاوشینګ د سرپرست حکومت له سیاسی مرستیال سره په لیدنه کې ویلی، چې هېواد یې د افغانستان له سیاسی او اقتصادی پراختیا ملاتړ کوی.

جاو شینګ زیاته کړې، د مس عینک کان، د جلغوزو د پروسېس او صادراتو سربېره په یو شمېر نورو اقتصادی برخو کې د چینایی پانګوالو پانګونې ښه پایله ورکړې او په ګڼو نورو پروژو پانګونې ته لېواله دی.

په ورته مهال دې لیدنه کې سیاسی مرستیال ویلی، سرپرست حکومت له چین سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو پراختیا ته ژمن دی.

سیاسی مرستیال د واخان لاره د دواړو هېوادونو په اړیکو کې غوره تحول یاد کړی، چې په بشپړېدو سره به یې اقتصادی او سوداګریزه برخه لا پیاوړې شی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.