کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سټنډرډ ملی ادارې ایران ته د ۱۶ ټانکره بې کېفیته تېلو د بېرته ور ګرځولو خبر ورکړی.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د فراه د ۷۸ بندر له لارې یې ۱۶ ټانکره بې کېفیته تېل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، بېرته ایران ته ورګرځولی دی.
خبرپاڼه زیاتوی، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملی ادارې په خورا جدیت د بې کېفیته تېلو د واردولو د مخنیوی لپاره عملی ګامونه پورته کړی.
یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کېفیته توکی وارد کړی، کنه له ورته قانونی چلند سره به مخ شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ