کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر ناتایید شوی راپورونه وایی، چې د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې فرضی کرښه باندې د افغان ځواکونو او پاکستانی ملېشه وو ترمنځ نښته پیل شوې ده.
که څه هم افغان لوری تر دا دمه د دغې نښتې په اړه څه نه دی ویلی، خو پاکستانۍ رسنیو د خپلو چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې افغان سرحدی ځواکونو د دوی پوستې په نښه کړې دی.
تر دې وړاندې تېره شپه پاکستانی ځواکونو د خوست او پکتیا په سیمو کې د بمبارد له امله ۵ مېرمنې او درې ماشومان ووژل.
تر دې مهاله دغه نښته کې دواړو غاړو ته د اوښتې مرګ – ژوبلې په اړه څه نه دی ویل شوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ