کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت د رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې ۱۹مه غونډه کې په یو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې شوی.
د خبر پر بنسټ، د کابینې په دې غونډه کې د ټرافیکی پېښو د مخنیوی او د موټرو د سرعت په اړه تر بحث وروسته د کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د سترې محکمې ټرانسپورټ او هوایی چلند او ټولګټو وزارتونو سره په ګډه په لویو لارو کې د موټرو د سرعت اندازې معلومولو لپاره د اړینو وسایلو چمتو کولو طرحه چمتو کړی.
همدا راز په دې غونډه کې د ریاست الوزراء اداری مرستیال په مشرۍ د کورنیو چارو، بهرنیو چارو، کرنی اوبو لگولو او مالدارۍ، کور او ښار جوړولو، د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارتونو، استخباراتو لوی ریاست او د احصایې له ملی ادارې څخه تشکیل شوی پلاوی ته دنده سپارل شوې، چې د ولسوالیو جغرافیوی حدود تثبیت او په اړه یې راپور له یو کېدو وروسته د ریاست الوزراء مقام ته وړاندې کړی.
په ورته مهال د کابینې په دې غونډه کې اقتصاد وزارت ته هم دنده سپارل شوې، چې مؤسیساتو ته واضحه کړی، چې هیڅ حکومتی کارمند تر هغو نشی جذبولی، ترڅو یې قانونی موده نه وی پوره شوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ