اسلام آباد ته به دا مسلسل شرارت ګران پریوزی!!

په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ او د دې هېواد پوځی استخبارات د نړۍ په کچه په ورانکارۍ او د نورو هېوادونو په چارو کې په مداخلې تورن دی، پوځ یې هر وار په خپلو سرحداتو کې تروسله والو بریدونو وروسته، پر افغان لوری بې بنسټه ادعاوې کوی او تر تورونو وروسته، دلته بریدونه کوی او عام افغان ولس ته مرګ ژوبله اړوی.

په تازه پېښه کې د پاکستان هغه هوایی برید یادولای شو چې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په لمنه سیمه کې او د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې ترسره شو او په ترڅ کې یې د عامو افغان وګړو کورونه بمبارد او له امله یې په پکتیکا کې درې مېرمنې او درې ماشومان شهیدان او یو کور ونړېد. دغه راز د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې هم د شوی هوایی برید له امله یو کور ونړېد او دوه تنه مېرمنې په کې شهیدانې شوې.

پاکستانی پوځیانو ادعا کړې، چې د افغانستان د خوست او پکتیکا پر سیمو باندې په ترسره شوی بمبارد کې یې د پاکستانی طالبانو د یوې برخې قوماندان عبدالله شاه وژلی دی، خو د اسلام آباد تر دغې ادعا څو ګړۍ وروسته، په خپله همدا قوماندان له وزیرستان څخه یو ویډیویی کلیپ خپور کړ او ویې ویل چې دی نه یوازې ژوندی دی، بلکې په خپله پلرنۍ سیمه (وزیرستان) کې ژوند کوی.

که څه هم افغانستان دمګړۍ د یوه بې ضرره سیاست په خپلولو سره ټولو هېوادونو ته د دوستۍ لاس غځولی، خو د اسلام آباد واکمن په کراتو د ګاونډیتوب له پولو را اوښتی او د ناسمو او بې بنسټه تورونو په پورې کولو سره یې د ښه ګاونډیتوب اصل له پامه غورځولی.

افغان حکومت وایی چې تل یې پالیسی همدا ده چې “خپله خاوره به د هېچا پر ضد نه

استعمالوی او نه هم بل چا ته اجازه ورکوی، چې لدې خاورې څخه نورو ته مشکلات ایجاد کړی”، خو له بده مرغه اسلام آباد چې تل یې په افغانستان کې له هر حکومت سره دښمنی ساتلې، د افغانانو له دې تحمل او زغم څخه ناسمه ګټه اخلی او د خپلو شخصی اغراضو او دښمنانه موخو لپاره تل پر افغان خاوره را دانګی.

پاکستان تل هڅه کوی چې پر افغانستان خپل فشار او اغېز په فکری او فزیکی ډول جاری وساتی او د ښه ګاونډیتوب د اصولو پرعکس چلند ولری، په یاد مو دی چې څو لسیزې پخواه پاکستان پر افغانستان باندې د لویدیځ والو او امریکا د یرغل پرمهال خپله خاوره لویدیځو اشغالګرو ته په واک کې ورکړه او بهرنیو اشغالګرو د جیکب آباد پوځی اډې په ترلاسه کولو څه باندې شل کاله افغان ولس وواژه، کورونه یې ور ړنګ کړل او په سل ګونو افغانان یې بندیان کړل.

تر هغې لویې غمیزې وروسته پاکستان په کراتو د تورخم او سپین بولدک په سرحدی بندرونو کې د بندیزونو په لګولو افغان سوداګرو ته مشکلات جوړ کړل، چې دا مشکلات اوس هم او تر ننه دوام لری.

بل خوا د اسلام آباد واکمنو د دې مشکلاتو ترڅنګ یې تل په خپله خاوره کې پر افغان کډوالو ځمکه سره کړې او برناحقه یې د دوی په ځورولو او بندی کولو لاس پورې کړی چې دا لړۍ لا تراوسه هم دوام لری.

د اسلام آباد واکمنو په ساړه ژمی کې په لکونو افغان کډوالو باندې ځمکه تنګه کړه او په یو وار یې په جبر له پاکستانه افغانستان ته راستانه کړل.

پر افغان خاوره د اسلام آباد د پوځی یرغل چې تل دلته د خپلو مخالفینو تر نامه لاندې ترسره کېږی دا ځل هم بې پایلې ؤ؛ ځکه د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستانی واکمنو وسله وال مخالفین په ښکاره توګه په خپلو سیمو کې مېشته دی او د تل په څېر پر افغان خاوره د اسلام آباد د هوایی بریدونو له امله بې ګناه افغانان او معصوم ماشومان شهیدان کېږی.

اوس پوښتنه دا ده چې ولې د افغان لوری له دومره زغم او حوصلې سره سره هم د پاکستان پوځ دغه ډول پلمې جوړوی او نه پرېږدی چې افغان ولس آرام ژوند وکړی؟

دا هم جوته ده چې که چېرې د پاکستان پوځ د خپل دغه ناسم سیاست پرځای سمه او منظمه تګلاره خپله کړی، له خپلو ګاونډیانو او په تېره بیا افغانستان او هند سره سمې او د برابرۍ پر بنسټ ولاړې اړیکې وپالی نو هم به دوی خپله هم آرام ژوند ولری او هم د دوی ګاونډیان.

د اسلام آباد د شریرانه اقداماتو او افغان وژنې په اړه د عکس العمل په توګه چې د کابل له خوا کوم غبرګون وښودل شو او د افغانستان د دفاع وزیر په نظامی یونیفورم سره د اسلام آباد خلاف د ځوابی بریدونو مشری وکړه، په ډاګه یې دا پیغام له ځان سره درلود چې کابل نور د اسلام آباد د تورونو او بریدونو په وړاندې غلی نه کښینی او د پاکستان نظامی واکمن باید داسې فکر و نه کړی چې پر افغان خاوره به د دوی پرله پسې بریدونه بې ځوابه پاتې کېږی.

اسلام آباد باید په یاد ولری چې افغان ولس د اشغال او تېری پلوی هر بلواګر په ګونډو کړی او په شرمیدونکی ډول یې له خپلې خاورې ایستلی دی، ځکه نو اسلام آباد ته هم په کار نده چې د نژدې یوې پېړۍ له ترخو تجربو ګټه واخلی او په تکرار سره د دې باغیور ملت د قربانیو امتحان؛ نه اخلی. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.