کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری لومړۍ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د بدنی روزنې او ورزش ریاست له لوری د غزې مظلومو مسلمانانو څخه د ملاتړ په موخه د لومړی ځل لپاره د جلال آباد ښار او ولسوالیو د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام شپینۍ لوبې پېل شوې.
دغه سیالۍ چې د یاد ریاست په انګړ کې ترسره کیږی، تېره شپه د دره نور او سپین غر ولسوالیو د والیبال لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه، چې د دره نور والیبال لوبډلې ۲ـ۱ په مقابل کې د سپین غر لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.
د لوبې پرمهال د دواړو لوبډلو مینوالو او ځوانانو برخه اخیستې وه او د ولایتی ادارې څخه یې مننه وکړه، چې د خلکو سالمی روزنې په موخه یې دغه سیالۍ پر لار اچولی دی.
د دغو سیالیو په ترڅ کې به راتلونکې شپه د شګې او شینوارو ولسوالۍ د والیبال لوبډلې خپلو کې د سیالۍ لپاره مخامخ کیږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ