کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری لومړۍ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هېواد په سړو سیمو کې نن رسماً نوی تعلیمی کال پیل شو.
د خبر پر بنسټ په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته پوهنې وزیر ویلی، چې د پردیو له احتیاجه د خلاصون لار عصری زده کړې دی.
د نوموړی په خبره د دینی زده کړو ترڅنګ عصری زده کړې د ورځنی ژوند جدی اړتیا ده، چې ولسونه پرې د پردیو له احتیاجه خلاصون مومی.
د ده په وینا د ښوونیز بهیر د کېفیت ښه کول د پوهنې وزارت لومړیتوب دی او په دې تړاو ګړندۍ هڅې دوام لری.
د سرپرست حکومت اداری مرستیال بیا ویلی، چې بې علمه ملت تل نورو ته احتیاج وی او بل ته اړ ملت هېڅکله مستقل کېدای نشی.
دغه څرګندونې په داسې مهال کیږی، چې د ډېری ولسونو د تمې باوجود هم سږ کال د نجونو تړلو ښوونځیو د خلاصون په تړاو مسوولینو کوم پرېکنده دریځ څرګند نه کړ.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ