د کابل ده کیپک تپه د عمومی هدیرې لپاره وقف شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۲ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې سرپرست افغان حکومت د کابل ده کیپک تپه چې د ولسمشر د پخوانی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم قبر هم په کې موجود دی، عمومی هدیرې لپاره وقف کړه.

په دې تړاو د عدلیې وزارت له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، د دغې تپې ځمکه غصب شوې وه چې اوس دوی راګرځولې او له هغې څخه شخصی استفاده یې منع کړې ده.

د کابل په ۱۷مه حوزه کې د دغې دولتی ځمکې اندازه شاوخوا ۵۵۵ جریبه ښودل شوې ده.

عدلیې وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، هیڅوک حق نه لری چې دغه ځمکې د شخصی موخو او یا د ځانګړې هدیرې په نوم وکاروی.

پر دغې تپې د مارشال محمد قسیم فهیم قبر او شاوخوا باغ پروت دی، چې د راپورونو له مخې ۱۴۳ جریمه ځمکه یې نیولې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.