کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ویلی، چې د کابل په ۱۱ ولسوالیو کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو ۱۱ کوچنیو بندونو د جوړېدو چارې یې پیل کړی.
د دې وزارت سرپرست وزیر د دې پروژو د پرانیستې پر مهال ویلی، د دغو کوچنیو بندونو له جوړولو څخه یې موخه د اوبو مدیریت، د کرنې لپاره د اوبو چمتو کول او د ځمکې لاندې د اوبو ذخیرو پیاوړی کول دی.
تر دې وړاندې هم د یاد وزارت له لوری د کابل په دریو ولسوالیو کې د دریو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې پیل شوې، چې د مسوولینو په وینا نږدې راتلونکې کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ