مسکو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵۰ تنو ته لوړ شو

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۵ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د موسیقۍ په یوه تالار کې د ډزو پېښې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵۰ تنو ته لوړ شوی دی.

د روسیې امنیتی ادارو ویلی، په دې خونړی برید کې نږدې ۱۵۰ تنه نور ژوبل شوی دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین په یوه ټلویزیونی مرکه کې ویلی، په دغه پېښه کې ښکېل ټول شکمن وسلوال نیول شوی دی.

نوموړی‌ په خپلو خبرو کې دا هم ویلی، چې بریدګرو هڅه کوله اوکرایین ته په تېښته بریالی شی.

اوکرایین بیا له وړاندې په دغه برید کې خپله ښکېلتیا رد کړې ده.‌

د همدې پېښې له امله پوتین نن یکشنبه ټول هېواد کې ماتم اعلان کړی دی‌.

په مسکو کې دا خونړی برید د نورو ګڼو هېوادونو ترڅنګ د افغانستان سرپرست حکومت هم په سختو ټکو غندلی دی.

داعـ.ـش ډلې د دغې برید مسوولیت منلی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.