په نړیوال بانک کې د افغانستان کنګل پانګه؛ مرسته کوونکو یې د ۲۸۰ میلیونه ډالرو د ازادېدو پرېکړه تایید کړې

ګهیځ: نن شنبه (د لیندۍ ۲۰مه) نړیوال بانک خبر ورکوی چې مرسته کوونکو هېوادونو تایید کړې، چې د افغانستان له کنګل شوې پانګې دې ۲۸۰ میلیونه ډالر افغانستان ته ولېږدول شی.
دغه بانک ویلی چې دا پیسې به افغانستان کې د ملګرو ملتونو دوه مرسته کوونکو ادارو ته ورکول کېږی څو د بشری ناورین سره مبارزه وشی.
یاد ۲۸۰ میلیونه ډالر د افغانستان د بیا رغونې وجهی صندق د کنګل شویو پیسو له ډلې دی چې د نړیوال بانک په خبره د همدې روان زیږدیز کال تر پایه، به افغانستان ته ورسیږی.
د یادولو وړ ده چې، د ازادو شویو پیسو له ډلې ۱۸۰ میلیونه ډالر د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکول کېږی چې د خوړو پر خوندیتوب او د خوارځواکۍ پر مخنیوی یې ولګوی.
پاتې سل ۱۰۰ میلیونه ډالره نورې پیسې د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرسته کوونکی مالی صندق ته ورکول کېږی چې اساسی روغتیایی خدمتونه پرې برابر کړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.