کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ویلی، چې دا ناورغی لا هم د افغانستان د عامې روغتیا په برخه کې د یو لوی ګواښ په توګه پاتې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د یو ټویټ په کولو سره ویلی، چې د نری رنځ یا توبرکلوز ناروغی د مخنیوی او درملنې وړ ناروغی ده، خو په وخت د دغې ناروغۍ د نه تشخیص په صورت کې کېدای شی چې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو د مړینې سبب شی.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې د نری رنځ ناروغی هرکال په افغانستان کې د ۱۰ او ۱۲ زرو ترمنځ کسانو ژوند اخلی.
د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې تېر ۲۰۲۳ کال په افغانستان کې شاوخوا ۸۰ زره د نری رنځ پېښې ثبت شوې وې، چې د دې ډلې ۷۶ زره پېښې د دې ناروغۍ عادی پېښې او ۳ زره ۷۰۰ نورې یې د درملو پر وړاندې مقاومت لرونکی پېښې وې.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ