د ګلبدین حکمتیار کور د کابل له دارالامان څخه شهرنو ته ولېږدول شو

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۶ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بی بی سی د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د حزب اسلامی د مشر ګلبدین حکمتیار کور له دارالامان څخه شهرنو کې یو نوی کور ته لېږدول شوی دی.

تر دې وړاندې ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرې ښکته – پورته شوې، چې ګوندې د سرپرست حکومت ځواکونو د نوموړی پر کور چاپه وهلې ده.

یادې رسنۍ ته د حزب اسلامی دوو سرچینو ویلی، له ډېرې مودې راهیسې سرپرست حکومت له حکمتیار څخه غوښتنه کوله، څو دارالامان سیمه کې له هغو کورونو ووځی، چې تېر پرځېدلی جمهوریت ورکړی‌ دی.

د دوی په وینا د سرپرست حکومت د دولتی ځمکو د تصفیې کمېسیون چې مشری یې د عدلیې وزیر کوی، له تېرو څو میاشتو راهیسې له ګلبدین حکمتیار سره په خبرو بوخت وو، چې‌ دغه کورونه خالی‌ کړی.‌

دغه کمیسیون ویلی‌،‌ هغه کورونه چې حکمتیار په کې له خپلو ساتونکو سره اوسېده او دفتری چارې یې په کې مخ ته وړلې، د دفاع وزارت اړوند دی.

د حزب اسلامی‌‌ سرچینو زیاته کړې، په دې برخه کې له ډېر وخت بحثونو په پایله کې پر دې تفاهم وشو، چې ګلبدین حکمتیار ته په شهر نو کې نوی کور ورکړل شو او هغې نوی کور ته د نوموړی د سامانونو لېږد پیل شو، چې نن سهار رسما د دارالامان یاد کورونه حکومت ته تسلیم شول.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.