کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې زابل کې د نارینه معتادینو ۵۰ بستریز روغتون ترڅنګ اوس مهال د ښځینه معتادینو ۲۰ بستریز روغتون هم په فعالیت پیل وکړ.
د زابل د عامې روغتیا رییس میرویس افغان ویلی، دغه روغتون په ټولو برخو کې مجهز او کولی شی د اوس لپاره د زابل په کچه بسنه وکړی.
د نوموړی په خبره دا روغتون ۲۰ بستره او فنی پرسونل لری، چې تازه یې په دغه ولایت کې په فعالیت پیل کړی دی.
زابل کې دغه روغتون په داسې مهال فعالیږی چې سلګونه معتادین تر درملنې وروسته جوړ او له خپلو کورنیو سره یو ځای شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ