کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت د راتلونکو دریو ورځو لپاره د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د تېزو بارانونو اوبو کچې د لوړوالی او د سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د دغه ناڅاپی اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د پنج آمو، شمال، هریرود، هلمند او کابل سیندیزو حوزو کې شوی دی.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوی، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د کوکچې، تالقان، بغلان، سمنگان، بلخ، سرپل، میمنې، کوشک و کاشان، بادغیس، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزنی، پکتیکا، پکتیا، خوست، پنجشیر، غوربند، کابل، مېدان وردک، کونړ او لغمان سیندونو پر لاره او ذکر شویو ځایونو په ځینې سېلبرونو کې شتون لری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ