ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۲۱مه) په افغانستان کې ۶ زره روغتیایی کارکوونکو ته د معاشونو د ورکړې خبره د نړیوال سره صلیب د مطبوعاتی برخې ځینو غړو کړې ده.
کمېټه وایی چې، دوی په افغانستان کې دمګړی شاوخوا ۲۳ دولتی روغتونونو ته د روغتیایی توکو په رسولو بوخت دی او تر څنګ یې د شاوخوا ۶ زره روغتیایی کارکوونکو د معاشونو ورکړه پیل کړې ده.
د سرچینې په ویناa دوی په دغه هېواد کې د روغتیایی نظام د ساتلو لپاره خپلې هڅې پراخوی او غواړی شته ګواښونه تر یوې کچې راکم کړی.
سرچینه کاږی چې دوی د څو نورو میاشتو لپاره هم دغه فعالیت پراخوی او تر دې دمه یې شاوخوا ۱۵ روغتونونو ته صحی توکی برابر کړی دی.
بلخوا هغه روغتیایی کارکوونکی چې په کابل او ځینو ولایتونو کې یې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوری معاشونه اخیستی وایی، چې له سختو اقتصادی ستونزو سره مخ وو او ان تر روغتون پورې د راتګ لپاره یې هم پیسې نه لرلې.
گهیځ