کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو ملی ادارې خبر ورکړی، چې تېر ۱۴۰۲ کال په ټول هېواد کې ۳ میلیونه او ۱۲۴ زره کسانو ته برېښنایی پېژندپاڼې وېشل شوې دی.
یادې ادارې ویلی، چې له دې ډلې یې ۲ میلیونه ۶۸ نارینه او ۱میلیونه ۵۶زره یې ښځینه دی چې برېښنایی پېژندپاڼې یې ترلاسه کړې دی.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې په همدې موده کې تر ټولو زیاتې تذکرې په کابل، هرات، بلخ، او ننګرهار ولایتونو کې وېشل شوې دی.
د اوسنی سرپرست افغان حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې ۶ میلیونه ۸۱۲ کسانو ته برېښنایی پېژندپاڼې ورکړل شوې دی.
د الکترونیکی پېژندپاڼو د وېش بهیر له پیل راهیسې تر اوسه نږدې ۱۲ میلیونه ۹۰۰ زره افغانانو ته برېښنایی پېژندپاڼې وېشل شوې دی، چې په دې کې ۷ میلیونه او ۵۰۰ زره نارینه او ۵ میلیونه او ۴۰۰ زره یې ښځینه دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ