کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۷مه نېټه):
د.ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا په دغه پرېکړه لیک کې د روژې مبارکې میاشتې پرمهال د بېړنی اوربند، له قید او شرط پرته د ټولو یرغمل شویو ازادی او بشرپالو مرستو ته د ټولو لاسرسی د تضمین غوښتنه شوې.
یاد پرېکړه لیک ته د ۱۴ هېوادونو استازیو مثبته رایه او امریکا بیا ممتنع رایه ورکړې ده.
دغه پرېکړه لیک داسې مهال تصویب کیږی، چې تر دې وړاندې یو ځلې چین او روس او درې ځلې امریکا په غزې کې د اوربند په اړه پریکړه لیکونه ویټو کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د اکتوبر له اوومې پر غزه د اسراییلی اشغالګرو له بریدونو راهیسی ۳۲زره ۲۲۶تنه فلسطینیان شهیدان شوی او نږدې ۷۵ زره نور ټپیان دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ