اسلامی امارت د افغانستان لپاره د پولیسو نوې ډله جوړوی

ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۲۱مه) د اسلامی امارت چارواکی وایی چې د پولیسو لپاره نوې ډله جوړوی چې په اډانه کې به یې نوی کسان هم د پولیسو لیکو ته جذبوی.
بی بی سی راپور ورکوی چې د اسلامی امارت مرستیال ویاند احمد الله وثیق ور ته ویلی، چې د مخکنی حکومت ژمن کسان به هم بېرته خپلو دندو ته راغوښتل کېږی.
دغه راز بی بی سی د لندن کالج پوهنتون استاد انټونیو جیسټوزی له قوله لیکلی چې د ا.ا د حکومت د پولیسو لیکو بیا منظم کولو په موخه د لومړی ګام په توګه ۳۱۳ بدری قطعه رامنځته کړې چې د ده په وینا د حقانی شبکې تر ټولو غوره وسله وال په کې غړیتوب لری.
نوموړی وایی د دې قطعې اصلی دنده د ا.ا د مشرتابه او د مهمو بنسټونو د امنیت خوندی کول دی.
دی وایی د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وسله وال په ښارونو کې په تېره کابل ښار کې تمرکز لری چېرته چې د ښاغلی جیسټوزی په وینا د عامه نظم ساتلو او د داعش ډلې پر ضد مبارزه کې بوخت دی.
خو له ښارونو د باندې د اسلامی امارت پوځیان کم دی او ځینې امنیتی پوستې خالی دی. له دې تشې په ګټه اخستنې د سیمې ځینې کسان هلته ځای پر ځای شوی دی.
په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې دننه او له افغانستانه بهر په نورو هېوادونو کې لوی شمېر پولیس افسران ورزول شول.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.