کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزرا د حکم پر بنسټ د تېر حکومت د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفیذی قطعې ۱۲۱۶ تنو پخوانیو افسرانو، ساتنمنانو او ساتونکو ته د ۱۴۰۰ هـ ل کال د اسد میاشتې معاشات تادیه کړی دی.
د یادو پخوانیو منسوبینو معاشات د جمهوریت دورې د معاشاتو د توزیع د نورم مطابق له ټولو مالی امتیازاتو سره حواله شوی، چې په دې منسوبینو کې ۱۲۸ تنه افسران، ۲۱۵ تنه ساتنمنان او ۸۷۳ تنه ساتونکی شامل دی.
همدارنګه یادو ځینو کسانو ته چې بانکی حسابونه یې تړل شوی وو، د تنفیذی قطعې د قومندانۍ لخوا په اړوند بانک د حساب د تایید او خلاصولو په موخه رسمی استعلامونه هم ورکړل شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ