کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان د نوی حکومت له پرېکړې اندېښنه ښودلې او له دغه هېواده یې غوښتی، چې د افغان کډوالو وېستل دې ژر تر ژره ودروی.
د بښنې نړیوال سازمان د خپل راپور په یوه برخه کې لیکلی، د پاکستان د نوی حکومت پرېکړه د هغو کډوالو لپاره ګرانه تمامیږی، چې د تېرو دوو کالو پرمهال یې دغه هېواد کې پناه اخیستې.
د دغه راپور له مخې، لا هم افغان کډوال په پاکستان کې د پولیسو لخوا په خپلسرې توګه نیول کېږی او له ځورولو یا ربړولو وروسته له دغه هېواده شړل کېږی.
دغه سازمان ویلی، چې افغان کډوال د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارو ته د تګ او هلته د ثبتولو په کار کې لا هم له ستونزو سره مخامخ دی.
د پاکستان حکومت پولیسو ته ویلی، چې د افغان کډوالو د وېستلو دوهم پړاو دې د اپریل په ۱۵ نېټه پیل کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ