یونېسف وایی، روان کال ۱۸۰ زره افغانان د طبیعی پېښو له ګواښ سره مخ دی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۹مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ماشومان لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونېسف ویلی، چې په ۲۰۲۴ کال کې ۱۸۰ زره افغانان د طبیعی پېښو له ګواښ سره مخامخ دی، چې سم نیمایی ماشومان دی.

دې ادارې په یو راپور کې ویلی، افغانستان د طبیعی پېښو لکه، د سېلابونو، زلزلو، د ځمکې ښویېدنې او وچکالۍ سره مخ دی، چې لوی لامل یې د غرنیو سیمو او چاپېریال خرابوالی دی.

په راپور کې راغلی، ۲۰۲۴ کال کې د اقلیمی بدلون له امله ښایی په اوړی کې بې وخته سېلابونه وبهیږی، چې ورسره به کرنیزې ځمکې او زېربناویې زیانمنې او د داخلی بې ځایو په شمېر کې زیاتوالی راشی.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د اقلیمی بدلون له اغېزو ډېر متاثره شوی.

یونسیف یو ځل بیا ویلی، په افغانستان کې څه باندې۲۳ میلیونه کسان بشری مرستو ته اړتیا لری، چې څه باندې ۱۲ میلیونه یې ماشومان دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.