د کانونو سرپرست وزیر د مِس عینک کان د عملی کار د پیل غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۱مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر، د مِس عینک کان د قراردادی شرکت له رییس “سانګ” سره کتلی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې ‏په دې کتنه کې د مِس عینک کان اړوند بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دی.

دغه راز د یاد شرکت رییس د پروژې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړی، د پروژې د عملی پیل لپاره یې خپل کاری پلانونه او وړاندیزونه شریک کړی او د وزارت د مشرتاب د لازمو لارښوونو غوښتنه یې کړې ده>

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم د قراردادی شرکت د وړاندیزونو او کاری پلانونو له اورېدو وروسته د یادې پروژې د کار د چټکتیا او په نږدې راتلونکی کې د عملی کار د پیل غوښتنه کړې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.