کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۱مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به له پاکستان سره د هوا له لارې هم ترانزیټ پیل کړی.
له دغه وزارته په خپره شوې اعلامیه کې راغلی، دغه هوکړه د سوداګرۍ د سرپرست وزیر او د پاکستانی پلاوی ترمنځ چې کابل ته یې سفر کړی و، شوې ده.
په دې سفر کې دواړو لورو هوکړه کړې، چې نور به سوداګریزې چارې له سیاسته لرې ساتی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اپتا تړون به هم په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړتیایی پړاو ته ورسوی. اعلامیه وایی، په پام کې ده چې په راتلونکو دوو میاشتو کې د دواړو خواوو ترمنځ د هوا له لارې هم سوداګری پیل شی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، چې د شوې هوکړې له مخې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوایی ډګرونو له لارې صادراتی او وارداتی توکی ولېږدول شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ