کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۱مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دوو امنیتی سرچینو رویټرز خبری اژانس ته ویلی، چې تېره ورځ سهار د سوریې په شمال کې پر حلب ښار باندې د اسراییلو په بریدونو کې د لبنان د حزب الله ډلې د پنځو غړو په ګډون شاوخوا ۳۸ کسان وژل شوی دی.
د سوریې خبری اژانس (SANA) د یوې پوځی سرچینې په حواله ویلی، چې د حلب په جنوب ختیځ “أثریا” سیمه کې د اسراییلی دښمن له لوری د هوایی برید په ترڅ کې یو شمېر ملکی وګړی او پوځیان وژل شوی دی.
یاد آژانس د وژل شویو کسانو کره شمېره نه ده په ډاګه کړې.
الجزیرې تلوېزیون د یاد آژانس له قوله خبر ورکړی، چې د یاد تېری په پایله کې یو شمیر ملکی وګړی او سرتېری وژل شوی او ټپیان شوی او عامه او شخصی ملکیتونو ته مالی زیانونه اوښتی دی.
اسراییلی صهیونستی رژیم د عربی هېوادونو او نړیوالې ټولنې د چوپتیا پر دوام غزه کې د ټولوژنې ترڅنګ یې هرې خواته بریدونه پیل کړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ