کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سټنډرډ ملی ادارې هېواد ته د څه باندې ۲۱ ټنه بې کېفیته اوبلن ګازو د واردېدو د مخنیوی خبر ورکړی.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د حېرتان بندر له لارې یې د ۲۱ ټنه او ۲۰۰ کیلو ګرامه مجموعی وزن په درلودلو سره یو ټانکره بې کېفیته اوبلن ګاز، چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، بېرته اړوند هېواد ته مسترد کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوی، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملی ادارې په خورا جدیت د بې کېفیته نفتی توکو د واردولو د مخنیوی لپاره عملی ګامونه پورته کړی.
یادې ادارې له ټولو سوداګرو غوښتی، چې هېواد ته با کېفیته توکی وارد کړی، کنه نو له ورته قانونی چلند سره به مخ شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ