اسلامی امارت: افغانستان په دې نازک وخت کې د رښتینې خپلواکۍ د خپلولو هڅې کوی

ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۲۱مه) د اسلامی امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګانی وایی، افغانستان په دې نازک وخت کې د رښتینې خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوی.
سمګانی دا خبره پر خپله رسمی ټویټرپاڼه کړې ده.
انعام الله سمګانی وایی چې، چینی سفیر د عدلیې وزارت د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې وویل چې هېواد یې دې موخې ته د رسېدو په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوی.
ورته مهال د اسلامی امارت ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وایی چین باید د افغانستان د نوی حکومت د رسمیت پېژندنې پر لور حرکت وکړی.
مجاهد زیاته کړې چې هېواد یې په دغه روان وضعیت کې رسمیت ته اړتیا لری، د هغه په وینا د نړۍ هېوادونه په ځانکړی ډول چین ته پکار ده چې، په دې برخه کې کوټلی ګامونه واخلی.
اسلامی امارت شاوخوا درې میاشتې کېږی، چې پر ټول افغانستان واکمنی کوی خوا لا هم کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
ګاونډی هېواد پاکستان ویلی چې دوی نړیوالو ته سترګې په لار دی او تر نړیوالو مخکې د افغانستان د نوی حکومت په رسمیت نشی پېژندلی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.