کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له دغه ولایت کې د کانال رییس ویلی، د کانال په ۴ ګونو فارمونو کې پر ۲۲ زره ۲۹۲ جریبه ځمکه باندې سږ کال غنم کرل شوی.
د نوموړی په خبره د کانال ریاست پر ځمکو کرل کېدونکی غنم به راتلونکو دریو کالو پورې ټول ننګرهار د غنمو د اړتیا په برخه کې خودکفاء کړی.
کانال ریاست د دې ترڅنګ د کرنې میکانیزه کولو لپاره په خپلو امکاناتو او همدارنګه د اجاره لرونکو او کرنیزو شرکتونو سره په همکارۍ نږدې ۸ زره جریبه ځمکې باندې د غنمو اصلاح شوی تخمونه کښت کړی، چې د اټکل له مخې به ترې له اووه نیمو څخه تر اته زره ټنو پورې غنم ترلاسه شی.
د کانال پر ځمکو د غنمو کروندګر هم د اصلاح شوی تخمونو له امله خپلو حاصلاتو ته هیله مند دی.
جلال آباد ښار کې د غله جاتو پلورونکی هم د غنمو د بازار ښۀ کېدو له امله خوښ دی.
ننګرهار کانال ریاست ۱۱ زره ۳۰۰ هکتاره ځمکه لری، چې د مسوولینو په وینا ۹۰ سلنه ځمکه یې د کر او پاتې لس سلنه یې د صنعتی چارو لپاره عملاً برابره کړې ده.
د ننګرهار کانال ریاست ځمکو باندې د غنمو ترڅنګ زیتون، ستروس، شولې، ګنی، جوار، خټکی، هندواڼې، حبوبات او نور صنعتی نباتات کرل کیږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ