کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت د رییس الوزراء په مشری د کابینې په شلمه غونډه کې د کورنیو چارو وزارت له لوری د ټرافیکی پېښو د مخنیوی طرحه تأیید او د اړوند ارګانونو له لوری یې د تطبیق پرېکړه شوې ده.
په غونډه کې له مالدارو سره د مؤسساتو له لوری د شویو مرستو راپور وړاندې شوی او د اقتصاد وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې په راتلونکی کې دې خپلې چارې د طرز العمل مطابق له اړوند ادارو سره په همغږۍ سرته ورسوی.
د کابینې له لوری د ټرافیکی پېښو مخنیوی طرحه داسې مهال چمتو او تأییدیږی، چې په دې وروستیو کې پر لویو لارو د ټرافیکی پېښو ډېرښت له امله لسګونه خلکو ته مرګ – ژوبله اوښتې.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ