پدې وروستیو کې د ملګرو ملتونو سازمان اړوند د خوړو نړیوال پروګرام یا “ډبلیو ایف پی” په خپل یوه راپور کې ویلی چې په افغانستان کې د اقتصادی بحران او پراخې بې روزګارۍ سره یوځای په ټول هېواد کې د خوار ځواکه ماشومانو شمېر ډېر شوی دی خو دغه سازمان پدې تړاو کره شمېرې ندی وړاندې کړې.
د رسنیزو راپورونو له مخې د خوړو نړیوال پروګرام پر خپله اېکس(پخوانی ټویټر) پاڼه د تعذیې د یوې متخصصې مېرمنې وېډیو هم خپره کړې چې نوموړې پکې وایی ډېری کورنۍ چې دوی ته د خپلو ماشومانو د خوارځواکۍ له امله مراجعه کوی له اقتصادی پلوه کمزوری وی او د دغه متخصصې په وینا له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زور را ایستلو له دغه وروستۍ لړۍ سره دلته د خوار ځواکه ماشومانو شمېر لا نور هم ډېر شوی دی.
پدې کې شک نشته چې په افغانستان کې د پرله پسې څو لسیزو جګړو، ستونزو او ناخوالو په ترڅ کې د دغه هېواد څو نسله په هر اړخیز ډول اغېزمن شوی دی، پدې ترڅ کې کډوالۍ او له خپل کور او کلی څخه مهاجرت ته د اړکېدو له امله په میلیونونو افغانان نه یوازې د خوړو له اړخه، بلکې له هر اړخه ځپلی او ستونزې او غمېزې یې ورته زیاتې کړې دی.
د افغان ماشومانو او لویانو دغه ستونزې که پرون پر دغه خاوره او دغه ولس د تپل شوې پردۍ جګړې له امله وې، نن دلته د نسبی امن او کرارۍ تر راتلو وروسته، له ګاوڼدیو هېوادو د خوارو او بې وزلو افغان کډوالو د اجباری را ایستلو او یو ځل بیا له خپلو جوړو کړو جونګړو په زور او جبر د را ایستلو له امله زیاتې شوې دی.
بل خوا د ملګرو ملتو سازمان اړوند د ” ډبلیو، ایف،پی” ادارې دغه خبرداری پداسې حال کې خپرېږی چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی هېواد کې د خوارځواکه ماشومانو او میندو د درملنې کلک هوډ لری او په دې لړ کې یې په تېرو دوه نیمو کلونو کې په ټول هېواد کې د خوارځواکۍ د درملنې ۲۲۰۰ نوی مرکزونه جوړ کړی دی.
د افغانستان دعامې روغتیا وزارت ویاند پدې تړاو رسنیو ته څرګنده کړې چې په ۲۰۲۳ کال کې یې هم د منځنۍ کچې یو اعشاریه پنځو میلیونو ماشومانو او د یو میلیون تنو په شاخوا کې خوارځواکه مېرمنو ته خدمات وړاندې کړی دی.
د دغه ویاند په وینا، په افغانستان کې په تېرو څلوېښتو کلونو کې پرله پسې جګړې، کډوالۍ او اقتصادی فقر د دې لامل شوی چې په دغه هېواد کې په خوارځواکۍ د اخته کسانو شمېر زیات شی.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند له خوا دغه وړاندې شوې شمېرې او په هېواد کې د خوار ځواکۍ لاملونه هغه ترخه حقایق دی چې زمونږ بدمرغه او جګړه ځپلې ټولنه نن ورسره لاس او ګرېوان ده.
خو د دې شمېرو تر شا یو بل تریخ حقیقت هم پروت دی او هغه دا چې نه یوازې په افغانستان، بلکې د نړۍ په هر بل فقیر هېواد کې چې د پردیو تپل شوې جګړې حاکمې وی او د ملک د تورو او سپینو واګې د نا اهله او مزدورو وګړو په لاس کې وی، د هغوی حالت به همداسې وی او هلته به فقر او غربت پر ولسونو راج چلوی.
دا یوازې افغانستان هم ندی چې نن یې ماشومان له خوارځواکۍ او د کافی خوړو د نه رسېدو له امله ځورېږی، بلکې په نړۍ کې ګڼ ملکونه په تېره بیا اسلامی هېوادونه داسې شته چې که څه هم په خپل هېواد کې به یې تر ځمکې لاندې سرمایې او شتمنۍ خوندی وی، خو په ظاهره او د ځمکې پر مخ به یې ښځې او ماشومان له خوار ځواکۍ او د کافی غذایی موادو د نه رسېدو له امله ځورېږی او د ژوند او مرګ ترمینځ به شپې سبا کوی.
د دې دومره غمېزو تر څنګ دا هم باید هېر نه کړو چې که نن دلته زمونږ په جګړه ځپلی هېواد کې ګڼ ماشومان او د هغوی میندې له خوارځواکۍ ځورېږی او آن له ډول ډول وژونکو ناروغیو سره لاس او ګرېوان دی، د نورو ګڼو لاملونو تر څنګ یې یو لامل دلته د نړیوالو مؤسسو او سازمانونو د مرستو ناسمه وېشه او غیر عادلانه وېش هم دی چې په اړه یې وخت نا وخت په تفصیل لیکنه شوې ده او عملی بېلګې یې په ډاګه شوې دی.
په افغان میندو او ماشومانو کې د خوارځواکۍ دا خپاره شوی راپورونه او له دوی سره د نړیوالو سازمانونو د مرستو خبرونه باید افغانان پدې ښه پوه کړی چې که دوی خپله د خپلو هېواد والو لاسنیوی ته مټې رابډ نه وهی او تر هغې هم مهمه په هېواد کې د تېرې تپل شوې جګړې آثار د کاری فرصتونو د زیاتولو او د خپلو خلکو د په کار ګومارلو له لارې لرې نه کړی، د نړیوالو سازمانونو دغه شمېرې به نورې هم زیاتې او ستونزې او ناخوالې به هم ورسره ډېرې شی او بس. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ