ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۲۲مه) خپاره شوی راپورونه وایی چې، له ایرانه د افغان کډوالود ویستلو لړۍ چټکه شوې ده.
والسټرېټ ژورنال راپور ورکوی چې، ایران د هغو کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده، چې له لوږې او وېرې دغه هېواد ته ورغلی دی.
سرچینه کاږی چې ایران هره ورځ له ۲ زرو تر پنځو زرو پورې افغان کډوال بېرته له پولې را اړوی او نیمروز ولایت ته یې استوی. په راپور کې له راګرځېدلو کډوالو سره خبرې شوې دی. دوی د ایرانی حکومت له ناوړه چلند سخت شکایت کړی دی.
ملګرو ملتونو هم ویلی چې ایرانی لوری د کډوالو دایستلو لړۍ چټکه کړې ده او همدا راز له کډوالو سره د دوی کېدونکی چلند هېچا ته د منلو نه دی.
گهیځ