کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اوچا یا ملګرو ملتونو کې د بشری مرستو د همغږۍ دفتر ویلی، جاپان د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د بشری مرستو له صندق سره ۶ لکه امریکایی ډالره نوې مرسته وکړه.
د اوچا دفتر د معلوماتو له مخی، دا د افغانستان د بشری مرستو له صندق سره د جاپان د مخکنیو دوامدارو مرستو یوه برخه ده.
اوچا د دې مرستې له امله جاپان څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې یاده مرسته به په بشری برخه کې مصرف شی.
دوه میاشتی مخکی د خوړو نړیوال پروګرام هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د جاپان له لوری د ۱۳.۵ میلیونه ډالرو مرستې هرکلی کړی ؤ.
په تېرو دریو کلونو کې له افغانستان سره د جاپان مرسته تر ۷۳ میلیونه ډالرو پورې رسېږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ