کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر پاکستانی رسنیو د خپلو ځایی چارواکو له قوله ویلی، چې دغه هېواد به له اختر وروسته د افغان کډوالو د وېستنې دوهمه لړۍ پیل کړی.
د خبر پر بنسټ، پاکستان څخه د افغان کډوالو د وېستلو په دوهم پړاو کې به ۶۶ زره هغه کډوال بېرته افغانستان ته واستول شی، چې د پاکستان حکومت د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ پرې د کډوالۍ ځانګړی کارتونه وېشلی وو، خو اوس د پاکستان حکومت د نوې پرېکړې له مخې دا کارتونه باطل ګڼل کېږی.
دا کارتونه پر هغو کډوالو وېشل شوی وو چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوالې ادارې په مرسته بایومټریک شوی او د دوی د اوسېدو ځایونه د پاکستانی پولیسو سره ثبت شوی دی.
د پاکستانی چارواکو په وینا دغو کډوالو ته خبر ورکړل شوی، چې تر اختر مخکې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شی.
د نادرا ادارې مسؤولینو ویلی، د کډوالو د وېستلو په درېیم پړاو کې به هغه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شی، چې په ۲۰۰۶ کال کې شناخت کارتونه پرې وېشل شوی وو او د هغوی شمېر یو اشاریه څلور میلیونه تنو ته رسېږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ