د پاکستان کرېکټ؛ سوپر لیګ سیالیو کې یې شپږ افغان لوبغاړی اخېستی

ګهیځ: د پاکستان سوپر لیګ اووم پړاو سیالیو لپاره شپږو لوبډلو خپل ټیمونه بشپړ کړی دی.
هره لوبډله د اته پخوانیو لوبغاړو د ساتلو واک لری او کولی شی پاتې نور په بېلابېلو کټګورۍ کې وپېری.
د پاکستان کرېکټ سوپر لیګ یا PSL سږنیو سیالیو کې شپږ افغان لوبغاړی راشد خان، محمد نبی، رحمان الله ګوربز، حضرت الله ځاځی، نوین الحق او نور احمد لکڼوال اخیستل شوی دی.
د پاکستان د کورنی کرېکټ اووم کال یا سیزن سیالیو کې د لاهور قلندرز لوبډلې راشد خان په پلاټینیم کټګورۍ ، کراچی کېنګز محمد نبی په ډایمنډ کټګورۍ، پېښور زلمی لوبډلې رحمان الله ګوربز او کوټه ګلډیېټرز لوبډلې نوین الحق او نور احمد پېرلی دی.
په دې سیالیو کې لوبغاړو ته شپږ کټګورۍ جوړې شوې دی چې تر ټولو ګران بیه یې پلاټینم ده ورپسې ډایمنډ او درېیمه ګټګوری ګولډ یا سره زر ده .
د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ چې په ۲۰۱۶ کال کې پیل شوې وې د امنیتی ستونزو له امله په متحده عربی اماراتو کې ترسره کېدې خو سږ کال به په پاکستان کې دننه تر سره شی.
ټاکل شوې یادې سیالۍ د راتلونکی کال جنورۍ پر ۲۷مه نېټه په کراچۍ ښار کې پیل شی.
د پاکستان په دی سوداګریزه لیګ کې شپږ لوبډلې لوبېږی چې په کې د پېښور زلمی، اسلام آباد یونائټید، کوټه ګل‌ ډی ایټرز، ملتان سلطان، کراچی کېنګز او لاهور قلندرز په نامه لوبډلې شاملې دی.
ټاکل شوې چې یادې سیالۍ به د راتلونکی کال د جنورۍ میاشتې پر ۲۷مه نېټه په کراچۍ کې پیل شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.