کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د میدان وردګو ولایتی چارواکو ویلی، چې په دغه ولایت کې د لومړی ځل لپاره موزیم پرانیستل شو، چې تراوسه ورته په لسګونو لرغونی او پوځی توکی راټول شوی دی.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلی، دغه موزیم د ولسونو له تود هرکلی سره مخ شوی او په خپلو کورونو کې ساتلی لرغونی توکی د لرغونی فرهنګی میراث خوندیتوب په موخه ملی موزیم ته سپاری، چې تراوسه ورته تر سل قلمه زیات لرغونی توکی راوړل شوی دی.
نوموړی زیاته کړې، همدا تېره اونۍ هم د کابل، پروان او میدان وردګ ولایتونو پنځو اوسېدونکو پنځه قلمه لرغونی توکی چې د سپینو زرو ښکران، د زنګ وهلو اله، د غوړیو جوشولو کټو، شمعه دانۍ او د مېسو قاب چې سلګونه کاله تاریخې مخینی لری، ملی موزیم ته وسپارل.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ