کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوال بانک په غزه کې د اوښتو زیانونو په اړه په خپل تازه خپاره کړی راپور کې ویلی، پر غزې د اسراییلی یرغل د پیل په لومړیو څلور میاشتو کې د شاوخوا ۱۹ میلیارده ډالرو په ارزښت زېربناوې او ودانۍ ویجاړې کړې دی.
په راپور کې ویل شوی، چې په دغو ویجاړیو کې د غزې ۶۲ سلنه کورونه، چې شمېر یې ۳ لکو ته رسېږی، له منځه تللی او ۷۵ سلنه وګړی په کې بې کوره شوی دی.
راپور زیاته کړې، چې په دغو بریدونو کې ۸۵ سلنه روغتیایی مرکزونه په نښه شوی، همداراز د غزې تر نیمایی زیات وګړی له قحطۍ او لوږې سره مخ شوی دی.
پر غزې د اسراییلی یرغل له پیل راهیسې د رسمی شمېرو له مخې ۳۳زره فلسطینیان شهیدان شوی او شاوخوا ۷۵ زره نور ټپیان شوی، چې زیاته برخه یې مېرمنې او ماشومان دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ