کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د ستراتیژیک پلان پر بنسټ په خپل کلنی راپور کې ویلی، چې په افغانستان کې د خوړو ناامنی د زیاتېدو په حال کې ده.
په دغه راپور کې ویل شوی چې ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون افغانان، چې د هېواد د نفوس ۴۰ سلنه جوړوی، د ۲۰۲۳ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې پورې د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شوی او ۲ اعشاریه ۸ میلیون یې د خوراکی توکو د ناامنۍ په بېړنی حالت کې دی.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې په افغانستان کې ۱۸ اعشاریه ۶ میلیون وګړو ته،ږ چې ۸۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دی، خپلې مرستې رسولی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ