کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې وروسته له هغې چې سوریه کې د ایران د سفارت پر انګړ د اسراییلو په هوایی برید کې اووه ایرانی پوځیان ووژل شول، ایرانی چارواکو د دغه برید په اړه د غچ اخیستلو ګواښ وکړ.
د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې د ایرانی چارواکو تر خبرداری وروسته اسراییلو کې بېړنی حالت پیل شوی دی.
د راپورونو پر اساس اسراییلو تېره ورځ په ټوله نړۍ کې خپل سفارتونه وتړل.
د اسراییل وسلوالو ځواکونو د ټولو جنګی قطعاتو رخصتی ځنډولې او د هوایی مدافع قطعاتو لپاره یې نور پوځیان هم منسجم کړل.
د نړیوالو چارو شنونکی وایی، د ایران دې خبرداری د یوې پراخې جګړې احتمال زیات کړی دی.
د اسراییلو لومړی وزیر ویلی، که څوک اسراییل ته کوم زیان ورسوی یا یې د زیانمنولو پلان ولری، اسراییل به هم زیان ورواړوی.
د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران د سفارت پر انګړ د دوشنبې ورځې په برید کې د وژل شویو په ډله کې د ایران یو مخکښ پوځی، برید جنرال محمد رضا زاهدی هم شامل ؤ، چې د ایران په سپاه پاسداران کې یې د یو لوړ رتبه قوماندان په توګه دنده مخته وړله.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ