کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په داسې حال کې چې پاکستانی چارواکو له کوچی اختر وروسته د بې اسنادو افغان کډوالو د وېستنې دوهم پړاو پیلېدو په اړه خبرداری ورکړی، د کډوالو د مدافعینو د دغه خبرداری په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبره ټول بې اسناده کډوال باید دې پړاو کې خپلو هېوادونو ته ستانه شی.
د دغې وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ادعا کړې، چې پاکستان کې ګڼ شمېر امنیتی پېښې، افغانستان کې د مېشتو ډلو سره تړاو لری او په خبره یې په دې برخه له افغان چارواکو د جدی اقداماتو تمه لری.
افغان لوری بیا په کراتو د پاکستان دغه ډول ادعاوې بې بنسټه بللی او زیاته کړې یې ده چې پاکستان دې امنیتی برخو کې د خپلې ناکامۍ پړه پر افغان لوری نه اچوی.
تازه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستانه غوښتی، چې د کډوالو د وېستلو په اړه هر راز پرېکړه باید له دوی سره په تفاهم وکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ