ترکیه کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۲۲ افغانان مړه شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو چارو وزارت ویلی، په ترکیه کې ۲۲ تنه افغانان د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې مړه شوی‌ دی.

یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، دغه پېښه د چناک قلعه ولایت کې رامنځته شوې ده.

د اعلامیې له مخې په کښتۍ کې ټولټال ۴۶ تنه سپاره وو، چې له دې ډلې څلور تنه افغانان ژغورل شوی او یو شمېر نور اوس هم نادرکه دی.

تراوسه نه ده معلومه چې دغه کډوال د افغانستان د کومو ولایتونو دی او دغه پېښه کله رامنځته شوې ده.

د افغان کډوالو د ډوبېدو دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې په دې وروستیو کې د ترکیې په توقیف ځایونو او کمپونو کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.