کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر امریکایی رسنیو خبر ورکړی، چې د امریکا په لاس انجلس کې غلو د نغدو پیسو له یوې زېرمې لږ تر لږه ۳۰ میلیونه ډالره غلا کړی دی.
د ځایی رسنیو په راپورونو کې ویل شوی، چې دا د یاد ایالت په تاریخ کې د نغدو پیسو تر ټولو لویه غلا ده.
د امریکا پلټنو فدرالی اداره ایف بی ای او د لاس انجلس پولیس په شریکه د دې پېښې په اړه پلټنې کوی.
د سان فرنانډو سیمې په دې زېرمه کې له ځایی کاروبارونو راغلې پیسې زېرمه کېدې او چارواکی وایی، هېڅوک نه دی خبر شوی، چې کله غله دغه ځای ته ننوتی او نه هم د خبرداری کوم زنګ وهل شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ