کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا IOM وایی، د دوی ټیمونه په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله اغېزمنو شویو کسانو ته د اضطراری مرستو رسولو ته دوام ورکوی.
د دغې ادارې مسؤولینو ویلی، په فاریاب ولایت کې یې هم ۷۲ کورنیو ته خېمې، بړستنې، د لمریزې برېښنا وسایل، تاوده کالی او نور تجهیزات ورکړی دی.
وروستیو ورځو کې په ګڼو ولایتونو کې تر سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو له امله خلکو ته سخت مالی زیانونه اوښتی دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلی، د فبرورۍ له پای او د مارچ له پیل راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سړې هوا له امله ۲ لکه ۸۰ زره څاروی هم مړه شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ